ایکنانیوز د پارس ټوډې له د راپور له مخې د ایران او افغانستان په پولو کې په افغان کډوالو په ډزو پورې اړوند خبرونو له خپرېدو وروسته طالبانو یو پلاوي ټاکلی چې په دې اړه څېړنه وکړي.
دغه پلاوی د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر د امنیتی مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ او د دفاع، خارجه ، سرحدي او قبایلي چارو د وزارتونو او د استخباراتو د ریاست د استازو په ګډون جوړ شوی دی.
د طالبانو حکومت د ویندویي مرستیال حمدا... فطرت، په دې اړه ویلي چې دغه پلاوی ماموریت لري مساله په دقیقه او جامعه توګه وڅړي او د خپلو څیړنو پایله لومړي وزارت ته اعلان کړي.
هغه همداراز زیاته کړه چې دغه پلاوي له پرونه خپل کار پیل کړی او هڅه کوي زر تر زره د دغه پېښې حقیقت روښانه شي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i153314